د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې پیاوړې او هر اړخیزې لوبې په ترڅ کې د ایرلنډ سیالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او په دې بریا سره یې د روان کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام نیمهپایلوبو ته لار پیدا کړه.
افغان لوبډلې په دې سیالۍ کې د توپ
وهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې غوره لوبه وکړه او وتوانېده چې
سیال ټیم تر سخت فشار لاندې راولي.
د یادونې ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې دا بریا د نړیوال جام په
روانو سیالیو کې د دوی له تر ټولو مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.