د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې د جمعې په ورځ، د ۱۰ دلو، په اندونیزیا کې مالیزیا ته د ۷ ـ ۰ په ستر توپیر ماتې ورکړه.
د دې ارزښتمنې بریا په پایله کې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې بل پړاو ته تګ قطعي شو.
د یادونې ده چې د افغانستان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم سعودي عربستان ته ماتې ورکړې وه.
په نننۍ لوبه کې حسین موسوي، فرزاد محمودي، مجتبی حسیني، محمد مرادي، رضا حسینپور، جواد صفري او امید قنبري د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې د یکشنبې په ورځ، د ۱۲ دلو، د ایران پر وړاندې میدان ته ووځي.