Search

بې‌ سرحده خبریالان: په کاپیسا کې د ژوندیو موجوداتو پر خپرونې بندیز د رسنیو د فعالیتونو محدودیت زیاتوي

News image
10 سلواغه 1404 - 17:56

د «بې‌سرحده خبریالانو» سازمان (RSF) وايي چې طالبانو په کاپیسا ولایت کې خبریالانو ته د ژوندیو موجوداتو د خپرونې بندیز وضع کړی، چې دا په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو نور محدودیتونه را منځ ته کوي.

ار ایس ایف په یوه اعلامیه کې ویلي چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې د «امر به معروف و نهی از منکر» د قانون له عملي کېدو وروسته، دا بندیز اوس د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۲۴ ولایتونو کې عملي شوی دی.

د ار ایس ایف په وینا، دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې څو لسېز تلویزیوني شبکې یا وتړل شي او یا خپل فعالیت په رادیويي شکل بدل کړي.

دغه سازمان وايي چې له طالبانو د واکمنۍ وروسته د رسنیو ازادي او د خبریالانو امنیت، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، په جدي ډول زیانمن شوی دی. رسنۍ اوس اړ دي یوازې هغه معلومات خپاره کړي چې د چارواکو تر کنټرول لاندې دي، چې په نتیجه کې یې د رسنیو تنوع له منځه تللې او د منتقدو غږونو خپرېدل بند شوي دي.

ار ایس ایف ټینګار کړی چې پر خبریالانو فشار او سرکوب په دوامداره توګه زیات شوی او د طالبانو له لوړ پوړي مشر څخه غوښتنه کړې چې سمدستي ټول بندیزونه چې د رسنیو ازادي محدودوي لغو کړي.

دغه سازمان همدارنګه د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان په وړاندې روان د رسنیو سرکوب په وړاندې عملي اقدام وکړي.