د دغې خبرپاڼې له مخې، کاپیسا «۲۵» ولایت دی چې طالبانو پهکې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول په رسمي ډول منع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز شدیده اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دغو محدودیتونو پراختیا به د معلوماتو رسولو پروسه، د بیان ازادي او معلوماتو ته د خلکو د ترلاسي حق په جدي ډول زیانمن کړی او کېدای شي چې د نورو رسنیو د تړل کېدو او خبریالانو د پراخې بېکارۍ لامل شي.
کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات، پکتیا او روزګان هغه ولایتونه دي چې پهکې د ژوندیو موجوداتو انځورونه مخکې له مخکې منع شوي دي.
دا اقدام د طالبانو د رسنیو پر محتوا د کنټرول په لړ کې یو بل ګام دی چې له ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې راهیسې په ځینو ولایتونو کې پیل شوی او په تدریجي ډول پراخ شوی دی.