دغه وزارت نن (چهارشنبې، د سلواغې په۸ مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا درمل د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي او موخه یې د سرطان ناروغانو ملاتړ او په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو پیاوړي کول دي.
د خبرپاڼې له مخې، د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د هند له مرستې مننه کړې او دا مرسته یې د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره «حیاتي» بللې ده.
د دغه وزارت په وینا، مرسته شوي درمل به د تخنیکي او قانوني پروسو له بشپړېدو وروسته پر اړوندو روغتیایي مرکزونو ووېشل شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم یادونه کړې چې څو ورځې مخکې هم هند له افغانستان سره د نږدې اووه ټنه د سرطان ضد درملو مرسته کړې وه.