دغه بنسټ نن چهارشنبې، (د سلواغې په ۸مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د نجونو د منځنیو ښوونځيو د بندیز لرې کول، کولی شي دوی ته فرصت ورکړي چې اړین مهارتونه زده کړي، په مهمو مسلکونو لکه د روغتیا برخه کې داخل شي او په کورنیو، سیمهییزو ټولنو او د هېواد راتلونکي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، نږدې پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د طالبانو له خوا پر تعلیم د بندیز له امله له تعلیمي حقه محرومې پاتې دي.