Search

راتلونکې اوونۍ په هېواد کې د پولیو نوی کمپاین پیلېږي

News image
8 سلواغه 1404 - 18:22
کابل ټریبون - د پولیو له‌منځه وړلو ادارې ویلي چې د پولیو (د ماشومانو د ګوزڼ) د واکسیناسیون نوی کمپاین به د دوشنبې په ورځ، (د سلواغې په ۱۳مه) د افغانستان په ځینو سیمو کې پیل شي.

دغې ادارې نن (چهارشنبې د (سلواغې په ۸مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د دغه کمپاین موخه د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی او له دغې خطرناکې ناروغۍ له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو ساتنه ده.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې په عمده توګه ماشومان په نښه کوي او کولی شي دایمي فلج او حتی د مرګ لامل شي.

دغه ناروغي په ډېریو هېوادونو کې له‌منځه وړل شوې؛ خو افغانستان او پاکستان له هغو څو هېوادونو دي چې لا هم په‌کې د پولیو پېښې ثبتېږي.

د روغتیایي ادارو په وینا، پولیو واکسین د دغې ناروغۍ د مخنیوي یوازېنۍ اغېزمنه لار ده او د هغې منظم تطبیق کولی شي د ماشومانو د ګوزڼ د بشپړه له‌منځه وړلو لپاره زمینه برابره کړي.