Search

ملګري ملتونه: ۲٫۲ مېلیونه افغان نجونې له زده‌کړو محرومې دي

News image
4 سلواغه 1404 - 19:42
کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونسکو) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسف) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې ۲٫۲ مېلیونه پېغلوټې نجونې له منځنیو ښوونځيو محرومې دي.

د دغې اعلامیې له مخې، دغه وضعیت د دغو نجونو راتلونکی او د هېواد د پرمختګ بهیر په جدي ډول له خطر سره مخ کړی دی.

دغو دواړو ادارو د شنبې په ورځ (د سلواغې په ۴مه)، د زده‌کړو په نړۍواله ورځ په دغې اعلامیه کې ټینګار کړی چې زده‌کړه د انسان بنسټیز حق دی او د سولې، انساني عزت او د ټولو ماشومانو او ځوانانو لپاره د برابر فرصتونو بنسټ جوړوي.

د اعلامیې له مخې، په اوسني وخت کې افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو پر منځنۍ او لوړو زده‌کړو په بشپړه توګه بندیز لګول شوی دی؛ دغه موضوع پراخې ټولنیزې، اقتصادي او انساني پایلې لري.

یونسکو او یونېسف زیاته کړې چې د نجونو له محرومیت سربېره، افغانستان له یوه جدي زده‌کړیز کړکېچ سره هم مخ دی؛ په داسې حال کې چې ۹۳ سلنه ماشومان د لومړنیو زده‌کړو په پای کې لا هم د لوستلو بنسټیز مهارت نه لري.

دا وضعیت د سواد او حساب لومړنیو مهارتونو په برخه کې د بیړنۍ پانګونې اړتیا ښيي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال په لړ کې ترسره شویو لومړنیو څېړنو پایلې ښيي هغو ښوونځیو کې چې له پوهنتونه د فارغ شويو ښوونکو شمېر زیات وي، زده‌کوونک په په ځانګړې توګه د ژبې په زده‌کړه کې ښه فعالیت کوي.

همدارنګه دا څېړنې ښيي چې ښځینه ښوونکې د قوي تخصصي پوهنې درلودونکې دي او د هغوی شتون د زده‌کوونکو د زده‌کړیزو پایلو له ښه کېدو سره مستقیمه اړیکه لري.

افغانستان کې د یونېسف استازي تاج‌الدین اویواله ټینګار کړی چې دا هېواد په بیړنۍ توګه ښځینه ښوونکو، نرسانو، د ټولنې پر بنسټ روغتیایي کارکوونکو او ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري او د نجونو له زده‌کړو محرومول د ښځو او نجونو لپاره د روغتیایي خدماتو راتلونکی په جدي خطر کې اچوي.