Search

طالبانو د بنګله ‌دېش د درملو شرکتونو سره د درملو د تولید او صادراتو پر همکارۍ بحث کړی

News image
3 سلواغه 1404 - 15:40

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رییس نعیم‌الله ایوبي د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له عمومي منشي محمد ذاکر حسین او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

د وزارت په وینا، په دې ناسته کې د درملو د تولید، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې شوي او ټینګار شوی، چې د درملو سوداګري باید په قانوني، منظم او شفاف ډول ترسره شي او د درملو د ثبت او ارزونې بهیر چټک شي.

سرچینه زیاتوي، افغان پلاوي د بنګله‌دېش د درملو تولیدي شرکتونو مسؤلین هڅولي، چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او همدارنګه افغانستان ته د باکیفیته درملو پر صادراتو بحث شوی دی.

د وزارت په وینا، افغان پلاوي وړاندیز کړی، چې افغانستان ته صادرېدونکي درمل دې په افغانیو د بیو لېبل ولري او هغه درمل چې د استعمال نېټه یې کمه پاتې وي، دې نه صادرېږي. همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اسانتیاوو پر برابرېدو هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې مسؤلینو ژمنه کړې، چې افغانستان ته به درمل په مناسب قیمت صادر کړي او د کابل او ډاکې ترمنځ د کارګو الوتنو پر پیل یې ټینګار کړی دی.