Search

د طالبانو د روغتیا وزارت له پاکستانه د درملو د وارداتو د محدودیت طرحه وڅېړل

News image
20 مرغومی 1404 - 18:12
کابل ټریبون – د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوې داسې غونډې له جوړېدو خبر ورکړی چې موخه یې له پاکستانه د درملو د وارداتو د درولو طرحې د همغږۍ او اغېزمن پلي کول دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ(د مرغومې په ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د کورني بازار د ارزونې، د موجودو درملو د زېرمو د مدیریت، له نورو هېوادونو د وارداتو د اسانتیا او د تخنیکي غونډو د جوړولو سربېره د بدیلو لارو چارو په اړه بحث شوی دی.

په دې غونډه کې ټینګار شوی چې د درملو د عرضې بهیر باید ګډوډ نه‌شي او د خلکو لپاره د معیاري او خوندي درملو لاسرسی تضمین شي.

د اعلامیې له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ټینګار کړی چې دا طرحه باید په پړاوویز، ارزول شوی او د عامو خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره پلي شي ترڅو روغتیایي خدمات او درملو ته د خلکو لاسرسی له ستونزو سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له سرحدي شخړو وروسته، د دواړو خواوو ترمنځ سرحدي لارې نږدې درې میاشتې دي چې تړلې پاتې دي او تر منځ یې سوداګري درېدلې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم له پاکستانه وارد شوي بې کیفیته او قاچاقي درملو د سوځولو خبر ورکړی و.