Search

د بښنې نړۍوال سازمان: د افغان پناه‌غوښتونکو ایستل دې ودرول شي

News image
19 مرغومی 1404 - 19:54
کابل ټریبون - د بښنې نړۍوال سازمان، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه پرانیستي لیک کې دننه په دغه هېواد کې د افغان پناه‌غوښتونکو ناقانونه نیونو، ځورونو او ایستلو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو دغه سازمان د جمعې په ورځ (د مرغومې په ۱۹مه) د دغه لیک په خپرولو سره له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو بهیر ودروي او ډاډ ورکړي هغه کسان چې د نړۍوال خوندیتوب اړتیا لري، د نړۍوالو بشري حقونو قوانینو له مخې خوندي شي.

په دغه لیک کې ټینګار شوی چې د پاکستان چارواکي باید د افغان پناه‌غوښتونکو حقوق، په ځانګړې توګه د خپل‌سرو نیونو، له پناه‌ځایونو او د استوګنې له ځایونو د جبري ایستنو پر وړاندې خوندي کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان همدارنګه د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او ډاډ ورکړي چې افغان پناه‌غوښتونکي د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د امنیت حق او انساني عزت له سرغړونو سره مخ نه‌شي.