د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچز د پنجشنبې په ورځ، د جدی ۱۸مه ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت کې د «افغان ښځو او نجونو» تر سرلیک لاندې یوه ځانګړې خونه پرانیسته.
دا خونه د هغو افغان ښځو او نجونو د درناوي او ملاتړ په موخه جوړه شوې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او له خپلو بنسټیزو حقونو، لکه زدهکړې او کار، بېبرخې شوي دي.
د پرانیستنې په مراسمو کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په ګډون، ګډون درلود.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د دې اقدام موخه د افغان ښځو د حقونو او ازادیو لپاره د هغوی د مبارزو درناوی دی.
هغه ټینګار کړی، چې د هسپانیې بهرنۍ تګلاره به لا هم د افغانستان د ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د نظر څرګندولو د حق د پیاوړتیا هڅې به روانې وساتي.
آلبارس زیاته کړې، چې د دې خونې پرانیستل د افغان ښځو د ملاتړ په برخه کې د هسپانیې او نړیوالې ټولنې د ژمنتیا یو روښانه پیغام دی او د هغوی د دریځ د پیاوړتیا لپاره به نړیوالې هڅې دوام ولري.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت کې د «افغان ښځو او نجونو» خونه د افغان ښځو سره د پیوستون نښه بلل کېږي او ټاکل شوې، چې د هغوی د حقوقي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو د مطرح کولو او همدارنګه په نړیوالو ډګرونو کې د هغوی د غږ د پیاوړتیا لپاره یو ځانګړی ځای وي.
دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې پر ښځو او نجونو محدودوونکې تګلارې پلې کړې دي او نړیوالې ټولنې بیا بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.