Search

طالبانو په میدان‌وردګو او بدخشان کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په درو وهلي

News image
18 مرغومی 1404 - 14:54

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په میدان‌وردګ ولایت کې درې تنه د یوې ښځې په ګډون د «نامشروع اړیکو» او په بدخشان ولایت کې یو بل کس د «زنا» په تور په درو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۸ جدی په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د میدان‌وردګ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې یو تورن کس پر یو کال تنفیذي بند، دوهم تورن پر څلورو میاشتو بند او درېیم تورن پر ۱۲ کلونو تنفیذي بند محکوم کړی و.

د اعلامیې له مخې، یاد درې واړه کسان همدارنګه له ۳۰ تر ۳۹ پورې په درو محکوم شوي وو، چې دغه حکم د طالبانو د سترې محکمې تر تایید وروسته پر هغوی عملي شو.

په یوه جلا اعلامیه کې، د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په بدخشان ولایت کې هم د ښاري ابتدائیه محکمې یو کس د «زنا» په تور پر یو کال تنفیذي بند او ۳۹ درو محکوم کړی و.

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، ګڼ شمېر کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو د بند او درو په سزاوو محکوم کړي او دغه احکام یې په علني ډول تطبیق کړي دي.