9 مرغومی 1404 - 18:01
د طالبانو ستره محکمه وايي چې د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د «نامشروعو اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې د سېشنبې په ورځ (د مرغومې په ۹ مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د سرخ پارسا ولسوالۍ د طالبانو د ابتداییې محکمې د فیصلې پر بنسټ، نارینه تورن په یوه کال بند او ښځینه تورنه په دوو میاشتو تنفیذي بند محکومه شوې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، هر تورن د ۲۰ دُرو په وهلو هم محکوم شوي وو چې د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته دا حکم عملي شو.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو ډېر شمېر تورن په عام محضر کې په دُرو وهلي؛ هغه کړنه چې د بشري حقونو ادارو له خوا د بشري حقونو نقض، ظالمانه او تحقیرونکې سزا ګڼل شوې ده.