ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې کورني او بهرني پانګوال که د خراسان رضوي ولایت په دوغارون ازاده سوداګریزه ـ صنعتي سیمه کې پانګونه وکړي، تر ۲۰ کلونو پورې به له مالیې ورکولو معاف وي.
د ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال حسن نوريزاده د پنجشنبې په ورځ، ۴ جدی، د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دا مهال د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ټول کاري جوازونه د همدې ادارې له لوري صادریږي او اداري بهیر تر ډېره لنډ شوی دی.
نوريزاده زیاته کړې چې د دوغارون ازاده سیمه شاوخوا ۸۷۰۰ هکټاره مساحت لري او افغان پانګوال د دې سیمې په قانوني چوکاټ کې د فعالیت لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.
د هغه په وینا، د دې سیمې قانوني امتیازونه به په اوږدمهال کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
نوريزاده د افغانستان بازار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړولو لپاره یو مهم فرصت بللی او ویلي یې دي چې د هرات ښار نږدېوالی له دوغارون پولي سیمې سره، کلتوري نږدېوالی او د افغانستان په بازارونو کې د ایراني توکو پراخ حضور، د دې لامل شوی چې د افغان سوداګرو پام د ایران محصولاتو ته ډېر شي.
د دوغارون ازادې سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال همدارنګه ویلي چې د کارپوهانو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالره وه چې له دې ډلې ۳.۴ میلیارده ډالره یې د ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو له لارې ترلاسه شوي دي.
نوريزاده زیاته کړې چې هرات د افغانستان تر ټولو صنعتي ښار بلل کېږي، له ۳.۶ میلیونو څخه د زیات نفوس درلودونکی دی او له دوغارون پولي سیمې څخه یې ۱۲۰ کیلومتره واټن، د دې سبب شوی چې د ایراني توکو لویه برخه دې ولایت ته ولېږدول شي.
هغه د افغانستان د تخنیکي، ساختماني او د کانونو د پروسس په برخه کې اړتیاوو ته په اشارې، دغه وضعیت د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره «طلایي فرصت» وباله.
نوريزاده په عین حال کې د افغانستان د ګمرکونو د هوښیارولو لپاره د اړینو بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی یوه جدي ننګونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې ستونزې حل کېدای شي د ترانزیت، صادراتو، وارداتو او د مسافرو د تګ راتګ بهیر اسانه کړي.