کابل ټربیون - د ههنګاو بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې ایران تېره ورځ (چهارشنبه، د مرغومي ۳مه) د دغه هېواد په بندخونو کې د یوه افغان وګړي په ګډون ۱۲ بندیان اعدام کړي دي.
ههنګاو لیکلي چې افغان وګړی نظیر نومیږي او د ایران د شیراز په عادلاباد بندخونه کې د نشه یي توکو اړوندو جرمونو په تور اعدام شوی دی.
دغه سازمان ویلي چې ډېری نور اعدام شوي کسان هم د "قصدي وژنې او د نشه یي توکو اړوندو جرمونو" په تور اعدام شوي دي.
دغه کسان د ایران کرج، رشت، بوشهر، شهرکرد، سبزوار، کاشمر، ملاویر او شیراز په بندخونو کې اعدام شوي دي.
ایران په دې وروستیو کې د اعدامونو شمېر خورا لوړ شوی چې د بشري حقونو د سازمانونو پراخې نیوکې یې را پارولې دي.