کابل ټربيون – د طالبانو ستره محکمه وايي چې یو سړی یې د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ کې د «خصوصي حریم د یرغل» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.
دغې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ د طالبانو لومړنۍ محکمې دا کس په یو کال تنفیذي بند او د ۳۰ دُرو پر وهلو محکوم کړی و او دا حکم وروسته له دې چې سترې محکمې تایید کړ، پلي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو کلونو کې څو ځله تورن په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي؛ هغه کړنه چې تل یې د بشري حقونو بنسټونو له سختو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې ده.