کابل ټربیون - د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال فدراسيون (فیفا) په تازه درجه بندۍ کې ۲۸م ځای خپل کړی دی.
افغانستان تر دې وړاندې د فیفا په درجه بندۍ کې ۳۳م ځای درلود.
افغان لوبډله په دې درجه بندۍ کې بیا د اسیا په کچه ۷مه غوره لوبډله راغلې ده.
د فیفا د وروستۍ درجه بندۍ په سر کې لومړی ځای برازیل، دويم پرتګال او درېيم هم اسپانیا خپل کړی دی.