Search

۴۲ لرغونې سکې د ننګرهار موزیم ته ولېږدول شوې

News image
15 لیندۍ 1404 - 20:46
کابل ټربیون ـ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي ۴۲ تاریخي سکې چې په تېرو کلونو کې د ننګرهار ولایت د «سبزاباد غوندۍ» د لرغونې ساحې له کیندنو موندل شوې وې، له تخنیکي پړاوونو وروسته، د نندارې لپاره د دغه ولایت موزیم ته لېږدول شوې دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې سکو کې یوه د سپینو زرو ده او پاتې یې مسینې دي چې تاریخي دورې یې له میلاد څخه درې سوه کاله مخکې تر شپږمې میلادي پېړۍ پورې اړوندې دي.

د اعلامیې له مخې، دا سکې د هندو-سکایي، یونان او باختر، هند او پارټي، کوشاني او ساساني-کوشاني دورو پورې تړاو لري.