د ههنگاو د بشري حقونو سازمان وايي، په وروستیو ورځو کې په ایران کې ۱۱ تنه بندیان، چې یو افغان وګړی هم په کې شامل دی، اعدام شوي دي.
د یاد سازمان د راپور پر اساس، د دغو کسانو د اعدام حکمونه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بېلابېلو زندانونو کې، لکه کرج، مشهد، کاشمر، فردوس، الیګودرز، اردبیل او ایلام کې عملي شوي دي.
په راپور کې راغلي چې افغان زنداني فرهاد حیدر نومېده، ۴۰ کلن و، شاوخوا درې کاله وړاندې د «عمدي قتل» په تور نیول شوی و او وروسته د ایران د قضايي ادارې له لوري د اعدام حکم پرې صادر شوی و.
ههنگاو زیاتوي چې نوموړی د دوشنبې په ورځ د اعدام دمخه د انفرادي زندان خونې ته لېږدول شوی، د سهشنبې په ورځ یې له خپلې کورنۍ سره وروستۍ لیدنه کړې او د چهارشنبې په ورځ اعدام شوی دی.
ایران له هغو هېوادونو څخه دی چې د اعدام حکم پراخ کاروي، چې تل د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ دی.