د طالبانو دا نوې عملپالنه د هغو موضوعاتو په اړه د پام وړ چوپتیا سره مل ده چې پخوا یې ملاتړ کاوه. په تېر کې طالبانو پورې تړلو علماوو په کشمیر کې جهاد ته سترګې ګنځولې او د هند له مسلمانانو سره یې د چلند غندنه کوله.
خو د ډیلي د لوړپوړو چارواکو سره کتنو دا موضوعات په واضح ډول له اجنډا څخه ورک کړل او د سوداګرۍ او ډیپلوماتیکې پېژندنې فوري لومړیتوبونو ته ځای پرېښود.
دا انتخابي چلند د پولو سیاست ته هم غځېدلی دی. په داسې حال کې چې طالبان له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې مشروعیت په کلکه ردوي – چې نړۍواله منل شوې پوله ده – له هند سره یې داسې سختدریځي موقف نهدی ښودلی. پرځای یې د نوي ډیلي د امنیتي اندېښنو درناوی ښودلی، چې دا به په اسلاماباد کې په نژدې توګه وڅارل شي.
د امت پر ځای د سوداګرۍ غوراوی
له نوي ډیلي سره دا رسېدل د طالبانو په اعلان شوو ارزښتونو کې یو داخلي کشمکش هم ښيي. سره له دې چې تل یې له پاکستان سره د مسلمان ورورولۍ او تاریخي اړیکو خبرې کولې، طالبانو خپل نژدې مسلمان ګاونډی د ټيټيپي، د پولې شخړو او کډوالو په اړه د کړکېچ له امله پرېښی او پرځای یې د یوه غیرمسلمان قوت (هند) دروازې پرانستې دي، چې دا د اقتصادي اړتیا پر ایډیالوژیکې همغږۍ لومړیتوب ښيي.
همدارنګه، له کلونو کلونو وروسته د «لوېدیځ اقتصادي غلامۍ» او «کفري ادارو» پر ضد شعارونه ورکول، وروسته اوس طالبان هند ته – چې له لوېدیځې پانګې او نړۍوالو مالي ادارو سره ژور تړلی دی مخه کوي چې بانکي چینلونه پرانیزي او د بیا رغونې لپاره پانګونه راجذب کړي.
په بهرنۍ پالیسي کې انعطاف د رژیم له داخلي سختدریځ موقف سره په ښکاره تضاد کې دی، چېرې چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر حقونو هېڅ مصالحه نشته او ټول یې د «خالص شریعت» په نوم پلي کېږي.
په پای کې، نوي ډيلي ته د وزیرانو دا دوامداره سفرونه د رسمیت پېژندلو لپاره یوه څرګنده هڅه ښيي چې د عملي پېژندنې او اقتصادي ژغورنې لپاره کېږي. که څه هم د طالبانو رسمي خبرې دا دي چې «د رسمیت پېژندنې لپاره سوال نهکوو»؛ خو عمل یې ښيي چې د عکسونو او ډیپلوماټیک مشروعیت لپاره عملي ځغاسته ده چې یوازې د هند په څېر یو لوی سیمهییز ځواک یې ورکولای شي.
جیل انډریوس د سوېلي اسیا او منځني ختیځ په چارو کې تجربه لرونکې شنونکی او تبصره کوونکې ده.
په دغې لیکنه کې څرګند شوي نظرونه یوازې د لیکوالې دي او اړینه نهده چې د کابل ټربیون د سرلیکنې دریځ څرګند کړي.