Search

د بیل ګیټس بنسټ استازې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رییس سره د پولیو پر مخنیوي خبرې کړي

News image
28 لړم 1404 - 08:39
کابل ټربیون - اسیا لپاره د بیل ګیټس بنسټ د پولیو مسوولې انا ماریا د طالبانو تر ولکې لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رییس شهاب الدین لاور سره کتنه کې د پولیو ویروس پر مخنیوي او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خبرپاڼې لمخې، دواړو خواو د پولیو ضد واکسین پر تطبیق، په دې اړه د عامه پوهاوي او د دغه راز نورو ساري ناروغیو پر مخنیوي خبرې کړې دي.

دغه کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د همغږۍ پر زیاتوالي هم خبرې شوې دي.