هلمند کې ځایي سرچینې وایي، طالبانو د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ګرشګ ولسوالۍ کې ۷۳ صرافیانې د جوازونو نه لرلو له امله تړلې دي.
د سرچینې په خبره، طالبانو د جواز نه لرلو له امله د صرافیانو د تړلو
هڅې له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پیل کړې دي.
۲۵ دغه صرافیانې په مرکز لښکرګاه او ۴۸ نورې هم په ګرشک ولسوالۍ کې تړل شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ګرشک
ولسوالۍ کې ۳۸ صرافیانې د قانوني جواز نه لرلو له امله تړل شوې دي.
طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې صرافیانو ته د جوازونو د وېش بهیر پیل
کړی او هر صراف باید د جواز لپاره ۱۳ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه د طالبانو
حکومت ته ورکړي.