شهباز شریف، د پاکستان لومړی وزیر، وايي چې
اسلاماباد د لویو رېلپټلۍ نښلوونکو پروژو د پرمخ بیولو ژمن دی، چې پکې د «ټرانس-افغان
ریل پټلۍ» او د اسلاماباد–تهران–استانبول د نښلونې لاره شامله ده.
نوموړي د لړم په دوهمه نېټه، د جمعې په
ورځ، په اسلاماباد کې د سیمې د هېوادونو د ترانسپورت وزیرانو په غونډه کې زیاته
کړه چې دا پروژې کولای شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ له پولې هاخوا سوداګري او
اقتصادي اړیکې بدلې کړي.
شریف ټینګار کړی چې د رېل پټلۍ د نښلونې
پروژې نه یوازې د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخوي، بلکې د اقتصادي ودې، د
کار د زمینه سازۍ او د سیمه ییز ثبات لپاره نوي فرصتونه هم رامنځته کوي.
د «ټرانسافغان ریلپټلۍ» پروژه د سیمې له
مهمو ستراتیژیکو طرحو څخه ده، چې له افغانستانه د تېرېدو له لارې د منځنۍ آسیا
هېوادونه له پاکستان او د پاکستان له جنوبي بندرونو سره نښلوي.
دا لاره له ازبکستان د ترمذ له ښار څخه
پیلېږي او د مزارشریف، کابل او جلالاباد له لارې تر پېښوره رسېږي. د دې پروژې
موخه د منځنۍ آسیا او د پاکستان د بندرونو ترمنځ د توکو د لېږد لګښت او وخت راکمول
دي.
خو د روان کال د چنګاښ (سرطان) په میاشت کې
طالبانو اعلان وکړ چې له پاکستان او ازبکستان سره یې د دې پروژې د امکانسنجۍ د
مطالعې د پیل تړون لاسلیک کړی دی.