د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اوونۍ (د وږي میاشتې له ۲۸مې د تلې تر۳مې) پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره او ۱۷۹ مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د طالبانو په وینا، دغه انتقالات د
حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او د خواف-هرات بندرونو له لارې ترسره شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس زیاته کړې چې له دغې
شمېرې، ۱۹۳ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد سوداګر د
طالبانو له لوري د لوړو مالیاتو او تعرفو د وضع کولو څخه شکایت کوي. د هغوی په
وینا، له یوې خوا بانکي محدودیتونه او له بلې خوا د طالبانو سوداګریزې پالیسۍ د
هغوی د کاروبار پر وړاندې خڼد جوړوي.