کابل ټربیون_ د درملو سوداګر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو غړي د طالبانو د ماليې وزیر محمد ناصر اخوند سره په کتنه کې له بدیلو سوداګریزو لارو څخه د درملو د وارداتو له بهیره د ستونزو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ماليې وزارت د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۲۵مه) اعلان کړی چې په دې ناسته کې سوداګرو له ګمرکونو کې د احتمالي ستونزو، اضافي لګښتونو او له پاکستان پرته لارو څخه د مالونو د لېږد د بهیر له ځنډ څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
سوداګرو په کتنه کې ویلي چې له پاکستان سره د سوداګریزو محدودیتونو له امله د بدیلو لارو کارول یوه مهمه اړتیا ده؛ خو د ګمرکي اسانتیاوو او د روښانه میکانیزمونو نشتوالي د وارداتو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د طالبانو د ماليې وزیر په ځواب کې ژمنه کړې چې دغه وزارت به د بدیلو لارو پیاوړتیا لپاره اړینې اسانتیاوې برابره کړي او د سوداګرو ستونزې به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې وڅېړي او حل کړي.