په لودیځه حوزه کې مسولین وايي چې دلته د ښځینه قابیله ګانې شمېر تقریبا په نشت حسات دی.
پر طبي زده کړو
د طالبانو له بندیز وروسته د هرې ورځې په تېرېدو په روغتیايي سکتور کې د ښځینه
روغتیا پالانو شمېر مخ پر کمېدو دی.
که څه هم د ښځینه
روغتیا پالانو کمښت په ټول افغانستان کې یو له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي خو په
کندهار کې بیا د ښځینه روغتیا پالانو د کمښټ له کبله د ښځو ژوند د مرګ له ګواښ سره
مخامخ دی.
په کندهار کې ټول
ټال دا مهال ۱۲۰ روغتیايي مرکزونه فعاله دي چې مالي تمویل یې د روغتیا نړیوال سازمان کوي خو
په ډېری دغه مرکزونو کې د ښځینه روغتیا پالانو شتون په نشت حساب دی.
په کندهار کې ځینې ښځینه ناروغانې وايي اوس د ښځینه روغتیا پالانو پرځای نارینه هغه په روغتیايي مرکونو کې په دندو بوخت دي.
د شاولي کوټ ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته ورغلي ۵۵ کلنه عاريفه وايي چې لوریې امید واره خو د حمل په ټوله موده کې په دې نه توانېدلي چې ښځینه ډاکټرې ته ورښکاره شي.
اغلې عارېفه
وايي :« لور مې حمل درلود د حمل په ټوله دوره کې به چې موږ روغتیايي مرکز ته ورغلو
هيڅ ښځينه ډاکټره به نه وه ترڅو موږ ورسره مشوره وکړو نو د مجبورۍ به مو نارينه ډاکټرانو ته ښودله، ډيرې داسي خبرې
دي چې يو څوک نه شي کولايي نارينه ډاکټر ته يې ووايي، زموږ په ولسوالۍ کې نه په دولتي او نه هم په خصوصي روغتون کې ښځينه ډاکټره شته موږ د ډيرو
ستونزو سره مخامخ يو باید زموږ ستونزو ته
پاملرنه وشي او يو حل لاره ورته پیدا
شي.»
د کندهار روغتيايي
مسولين هم په يو شمير ولسواليو کې په روغتيايي برخه کې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه
منې او زياتوي چې د دې ولايت په ډيرو روغتيايي مرکزونو کې ښځينه روغتيايي
کارکوونکي نشته.
ارزګان
په ارزګان ولایت
کې هم خلک له ورته ستونزې شکایت کوي.
په ارزګان کې ټول ټال دا مهال ۱۰۸ روغتیايي مرکزونه فعاله دي چې د ځايي مسولینو په خبره په ګڼو روغتيايي مرکزونو کې ښځينه ډاکټرانې نشته او د ښځو پر ځاي نارينه ډاکټران په دندو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې په ارزګان ولايت کې د عامي روغتيا رياست ريس ډاکټر محمد الله روحاني منلي وه په ټول ولایت کې د ام ډي د برخې اته داکټرانې فعالیت کوي.
زابل
په زابل ولایت
کې هم خلک د ښځینه روغتیا پالانو د کمښت له کبله له ډول ډول ستونزو مخامخ دي.
په زابل کې ټول
ټال دا مهال ۷۷ روغتیايي مرکزونه فعاله
دي چې د ځايي مسولینو په خبره په ګڼو روغتيايي مرکزونو کې ښځينه ډاکټرانې نشته خو
د سویلي حوزې د نورو ولایتونو سره په لږ توپیر په یو شمېر روغتیايي مرکزونو کې په کم
شمېر کې فابیله ګانې فعالیت کوي.
او د ښځو پر ځاي نارينه ډاکټران په دندو بوخت
دي.
په زابل ولايت
کې يوه روغتيايي سرچینه وايي چې په تيرو دريو کلونو کې په داسي حال کې چې نفوس مخ
پر زياتيدو دی په بي ساري ډول د ښځينه
روغتيايي پالانو په شمېر کې کمښت راغلی دی.
دا په داسې حال
کې ده، چې تېر کال د طالبانو مشر د قابلهګۍ، نرسینګ او نورو طبي څانګو په ګډون د نجونو
پر روغتیایي علومو بندیز ولګاوه.
د یادونې ده چې
وړاندې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د یوه څیړنیز راپور په خپرولو سره ویلي چې
که څه هم د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې په اړه کره ارقام نشته، خو په بېلابېلو
ولایتونو کې یې د قابلو، روغتیاپالانو او نورو روغتیايي کارکوونکو له قوله ویلي و
چې د زیږون پرمهال د مېندو د مړینې کچه مخ پرزیاتېدو ده.