پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د «انګور اډې» بندر له دوه کلن ځنډ څخه وروسته په رسمی ډول پرانستل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې ددې لارې پرانستل به د تورخم پر لارې فشار
کم کړي، چې اوس مهال زیاته ګڼه ګوڼه لري.
د راپور په اساس، شنونکي وايي چې د پاکستان له لوري د انګورو اډې
پرانستل، له افغانستان سره د قانوني سوداګرۍ د پیاوړي کولو لیواتیا ښايي؛ هغه هېواد
چې له پرله پسې سرحدی ترینګلتیاوو سربېره، لا هم د پاکستان لپاره یو له سترو
صادراتی بازارونو څخه دی.
د رسمي شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني تجارت کچه په کال
کې شاوخوا ۸۰۰ تر ۹۰۰ میلیونه ډالرو پورې ده. خو تجاران وايي چې د اسانتیاوو له
راوستلو او د کارونو له ساده کولو سره به دغه شمېرې له ۳ تر ۴ میلیونو پورې لوړې
شي.
د جنوبی وزیرستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس، سیف الرحمن ویلي چې
ددې بندر بیاځلې پرانیستل د سوداګرۍ او کاري فرصتونو د بیا احیا لپاره یو مهم ګام
دی.
هغه زیاته کړې: « د بندر د تړل کېدو مخکې، هره ورځ تر ۳۰۰ پورې بابرۍ
موترې تېرېدلې. اوس د ملی لوژستیک ادارې (NLC) له لورې د نویو تاسیساتو
له جوړېدو سره تمه ده، چې د سوداګرۍ کچه لوړه شي».
د جنوبی وزیرستان د سوداګرۍ خونې رییس دا هم ویلي، چې د ګمرکي چارو او
مهاجرتی تاسیساتو جوړولو له پیل سره شاوخوا ۵۰ ځايي اوسېدونکي په کار بوخت شوي او
نږدې ۱۰ زره کاریګران په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کرښې دواړو خواوو ته په سوداګرۍ
بوخت دي.
هغه زیاته کړه: « ددې لارې د بشپړ پرانیستو سره به د تورخم پر پندر
فشار کم شي، او افغان مسافر او ناروغان به په یوه ورځ کې اسلام آباد، لاهور یا
ملتان ته د درملنې لپاره لېږل کېږي.».
د هغه په وینا، افغانستان له دې لارې ډېرې تازه او وچې مېوې، او سبزیجات
صادروي، او په ورته وخت کې د پاکستان له لورې بریښنایي او الکترونیکی وسایل، ټوکرې،
درمل او خوراکی توکي افغانستان ته صادرېږي.
هغه له طالبانو غوښتي، چې خپل سرحدی تاسیسات دې ښه کړي: « د افغانستان
دولت باید د پاکستان په څېر اقدامات وکړي. او اسانتیاوې دې رامنځته کړي، ترڅو سوداګر
د انګورو اډې بندر کې فعالیت ته وهڅېږي».
له بلې خوا تر اوسه طالبانو ددې بندر پرانسته تایید او یا هم رد کړې
نه ده.
دغه بندر د برمل په غرنۍ دره کې پروت دی، چې د پاکستان د خبر پښتونخوا
ایالت جنوبی وزیرستان له ولسوالۍ سره د پکتیا ولایت نښلوي. دا لار په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د امنیتي ستونزو له امله د
پاکستان له لورې تړل شوې وه.