د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، له قزاقستان څخه غوښتي چې د افغانستان د تولیداتو د پلور لپاره په الماتا ښار کې یو د خرڅلاو ځانګړی مرکز جوړ کړي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې
ویل شوي چې دا غوښتنه د عزیزي او د قزاقستان د لومړي مرستیال وزیر او د ملي
اقتصاد وزیر، ژومان ګارین
سره د لیدنې پر مهال مطرح شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د
سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیز تجارت د کچې د لوړولو پر اړتیا ټینګار
کړی او د نفتو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو په برخه کې د همکاریو د پراخېدو غوښتنه
یې کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو
همدارنګه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د نقشې پر پلي کېدو
ټینګار وکړ، چې موخه یې په راتلونکو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ
حجم درې میلیاردو ډالرو ته رسول دي.
عزیزي همدارنګه د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د قزاقستاني پانګونې د جذب
غوښتنه هم وکړه.