Search

سرچینې: طالبانو او تاجیکستان د امو سیند پر سر نښته کړې

News image
4 لړم 1404 - 18:49
د بدخشان ځايي سرچینو کابل ټربیون ته ویلي چې د امو سیند د اوبو د مسیر د بدلون له امله، د طالبانو ځواکونو او د تاجیکستان د سرحدي ساتونکو ترمنځ د افغانستان د بدخشان ولایت په لوی ښار ولسوالۍ کې سرحدي نښته رامنځته شوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې دا نښته د شنبې په ورځ د مازدیګر شاوخوا ۳ بجې د بدخشان د لوی ښار ولسوالۍ د داوونګ په سیمه کې، د سرو زرو د استخراج یوې پروژې ته نږدې، چې د چینايي شرکتونو له خوا اداره کېږي، پیل شوه او شاوخوا یو ساعت یې دوام وکړ.

نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې ویل کېږي د امو سیند د اوبو مسیر د تاجیکستان په لور بدل شوی و، چې دې موضوع د تاجیک ځواکونو وسله‌وال غبرګون راوپاروه.

د طالبانو جنګیالي، چې د نښتې ځای ته نږدې په یوه امنیتي پوستې کې ځای پر ځای وو، غبرګوني برید پیل کړل.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کوم راپور نه‌دی خپور شوی.

له دغې نښتې وروسته، د دواړو لورو چارواکو د تاو تریخوالي کمولو لپاره غونډې کړې دي. د تاجیکستان چارواکو ټینګار کړی چې د اوبو د مسیر بدلون باید دوام ونه کړي او باید بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.

طالبانو تر اوسه رسمي اعلامیه نه‌ده خپره کړې، او په دې پروژه کې ښکېل چینايي شرکتونو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.