Search

د اروپا د پارلمان غړې: افغانستان کې د انټرنېټ بندېدل د پراخ سانسور لپاره ازموینه وه

News image
Photo source- EU
18 تله 1404 - 20:31
د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو په امر په افغانستان کې د دوه ورځو لپاره د انټرنېټ د پرې کولو په غبرګون کې ویلي، چې دا اقدام په دې هېواد کې د پراخې سانسور لپاره یوه «لومړنۍ ازموینه» وه.

نیومن د جمعې په ورځ (د تلې په ۱۸مه) په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي چې طالبان د چین او ایران په ملاتړ یو «ډیجیټل اوسپنیزه پرده» جوړوي، ترڅو د افغانستان خلک تر څارنې لاندې ونیسي، د هغوی غږ وتړي او هېواد منزوي کړي.

هغې خبرداری ورکړی، که‌چېرې نړۍواله ټولنه اوس بې‌تفاوته پاتې شي، افغانستان به د اسیا په زړه کې پر «ډیجیټل شمالي کوریا» بدل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې د دوو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنېټ پرې کړ او په دې موده کې مخابراتي خدمتونه هم وړاندې نه شول.

له بلې خوا، دې ډلې د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان خلکو ته د ټولنیزو شبکو لکه سنپ‌چټ، فېس‌بوک او اېنسټاګرام ته هم لاسرسی محدود کړ.