د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې(UN Women)ویلي، له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، افغان مېرمنې او نجونې له داسې بېسارو محدودیتونو سره مخ دي چې د دوی پر حقونو، ازادیو او انساني کرامت یې سخت اغېز کړی دی.
د دې ادارې د تازه راپور له مخې، چې د«د افغانستان د ۲۰۲۴ جنډر شاخص»پر بنسټ چمتو شوی، نږدې اتهښځېدهرولسو ځوانو مېرمنو څخه له زدهکړې، کار او مسلکي روزنې بېبرخې دي — داسې کچه چې د نارینهوو په پرتله څلور برابره لوړه ده.
راپور زیاتوي چې افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو پراخ جنسیتي واټن لري؛ او د ښځو او نارینهوو ترمنځ د روغتیا، زدهکړې، اقتصادي ګډون او پرېکړهنیوونې په برخو کې شاوخوا ۷۶ سلنه توپیر لیدل کېږي.
دغه شاخص، چې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ چمتو شوی، د افغان مېرمنو وضعیت په پنځو اساسي برخو کې ارزوي: ژوند او روغتیا، زدهکړه او مهارتونه، کار او مالي ګډون، پرېکړهنیوونه او له تاوتریخوالي خلاصون.
د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې خبرداری ورکړی چې د افغانستان پرمختګ به تر هغه وخته ټکنی پاتې شي، څو د ټول نفوس، په ځانګړي ډول د ښځو، د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه وانخېستل شي.