طالبان وايي، چې په هرات ولایت کې د ۷ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژه پیل شوه.
دغه پروژه نن د طالبانو ټولګټو وزارت د معین محمد اسحاق صاحبزاده، د هرات د والي اسلام جار او د ترکمنستان د کابینې او ترانسپورټ د مرستیال په حضور کې پرانیستل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت معین ویلي، چې دا پروژه په نږدې ۵۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي او په یوه کال کې به د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
د هغه په خبره، د دغه بندر د پراختیا او اړینو تاسیساتو له جوړېدو سره به د صادراتو او وارداتو لپاره پراخې اسانتیاوې رامنځته شي.
تورغنډۍ بندر د افغانستان او ترکمنستان پر پوله پروت دی او د منځنۍ آسیا او افغانستان تر منځ د سوداګریزو توکو د لېږد له مهمو ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو چارواکي وایي، د دې پروژې بشپړېدل به د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو ترڅنګ د افغانستان د صادراتو په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي.