Search

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ۱۶ زرو دندو د رامنځته کېدو خبر ورکړی

News image
3 لړم 1404 - 19:58 حلیم

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، د دې ادارې د اعتباري تضمین نوې طرحې د افغانستان د سخت اقتصادي بحران له منځه، د زرګونو کاروبارونو ملاتړ کړی او زرګونه دندې یې رامنځته کړې دي.

د شنبې په ورځ (د لړم په ۳مه) د یو ان ډي پي له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي،چې د دې ادارې یو میلیون ډالره ګډه همکاري د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پانګونې له صندوق (UNCDF) سره، د ۲۰ میلیون ډالرو د پور له جذب سره،  دا زمینه برابره کړي ، چې د ۷۵۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ وکړي او ۱۶ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

په راپور کې دا هم څرګنده شوې ده چې په دې کې له  ۲۲۵۰ څخه زیات شرکتونه د ښځواړوند دي، او نږدې ۵۰۰۰ ښځې د نويو ګومارل شويو کسانو په منځ کې شاملې دي.

دغه طرح د افغانستان د پورونو د تضمین بنسټ (ACGF) له لارې عملي کېږي، چې د پور د نه‌ ورکولو په صورت کې د بانکونو د یوې برخې تاوان جبرانوي، د پانګونې خطر راکموي او مالي بنسټونه هڅوي چې خصوصي سکتور ته پورونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) په وينا، دا پروګرام د اقتصادي مقاومت د پياوړتيا او بيا رغونې د پراخو هڅو يوه برخه ده، چې پکې مسلکي روزنه، د مالي محصولاتو پراختيا او د ډيجېټل پور ورکولو خدمتونو پراخول شامل دي.

راپور څرګندوي چې د پور تضمین وسایل، که په سمه توګه طرحه او د ځایي ادارو په همغږۍ عملي شي، کولای شي شخصي پانګونه فعاله او اقتصادي وده د بحراني حالاتو پر مهال چټکه کړي.