Search

طالبانو په ننګرهار کې د یوې ښځې په ګډون ۱۴تنه په دُرو وهلي

News image
21 لړم 1404 - 18:17
کابل ټربیون_ د طالبانو ستره محکمه وايي چې په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۱۴تنه، د کور پرېښودو، شراب پلورلو، لواطت او غلا په تورونو په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د لړم په۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا سزا د لعل پورې ولسوالۍ د طالبانو د لومړنۍ محکمې د حکم له مخې او د سترې محکمې په تایید ترسره شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دا کسان په عام حضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.


یاده دې وي چې نن طالبانو په غور ولایت کې هم پر یو کس د «اخلاقي فساد» په تور د دُرو وهلو سزا د اجرا خبر ورکړی و.