کابل ټریبیون (کېټي)— پاکستان وايي، په افغانستان کې یې پر ۱۰ هغو ځایونو هوايي او د ډرون بریدونه کړي چې د دغه هېواد په وینا، له افغان خاورې د پاکستان پر وړاندې د ډرونونو د توغولو او ساتلو لپاره ترې کار اخیستل کېده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې په ورځ وویل، د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو هغه اته ډرونونه کشف، تعقیب او له منځه وړي چې د سپټمبر په ۲۳مه له افغانستانه د پاکستان هوايي حریم ته ننوتې وې.
تارړ وویل، د افغانستان دننه ترسره شوي بریدونه «دقیق، سنجول شوي او متناسب» وو او یوازې هغه پوځي اهداف پکې په نښه شوي چې د پاکستان پر وړاندې د ډرونونو له برید سره مستقیم تړاو یې درلود.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر وايي چې له افغانستانه د ډرونونو ننوتل د پاکستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه وه.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې یوه تشه سیمه په نښه کړې، چې له امله یي هیچ چاته زیان ندی رسېدلی. هغه همداراز د نورو ولایتونو په اړه جزئیات ندي ورکړي.
پاکستان له طالبانو غوښتي چې له افغان خاورې د دغه هېواد پر وړاندې د هر ډول دښمنانه فعالیتونو مخه ونیسي او د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې «اغېزمن، مشخص، د تصدیق وړ او دوامدار» اقدامات وکړي چې د پاکستان په وینا، له افغانستانه فعالیت کوي.
پاکستان همداراز خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د حاکمیت هر ډول بله سرغړونه به له «سمدستي او پرېکنده» غبرګون سره مخ شي.
پاکستان وايي، د وضعیت د لا ترینګلتیا غوښتونکی نه دی او د سیمهییزې سولې، خبرو او رغنده تعامل ملاتړ کوي، خو ټینګار یې کړی چې دا دریځ باید د دښمنانه اقداماتو د زغملو په معنا ونه ګڼل شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د پولې پر اوږدو د نښتو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه د متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلاماباد طالبان تورنوي چې وسلهوالو ډلو ته اجازه ورکوي له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه وکړي، خو د طالبانو ادارې دا ادعاوې رد کړې دي.