Search

پاکستان: له افغانستانه راغلي اته ډرونونه مو نسکور کړي

News image
Dawn/File Photo
1 تله 1405 - 13:44

کابل ټریبیون (کابل‌ټریبیون)— د پاکستان پوځ ویلي، اته ډرونونه یې هغه مهال نسکور کړي چې د چهارشنبې په سهار له افغانستانه د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي وو.

د پاکستاني امنیتي سرچینو په وینا، څلور ډرونونه د تورخم پولې ته څېرمه او څلور نور د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ښار په شاوخوا کې د پاکستان د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا نسکور شوي دي.

امنیتي سرچینو ادعا کړې چې دغه ډرونونه د طالبانو لخوا استول شوي وو او غوښتل یې عامه سیمې په نښه کړي. تر اوسه د طالبانو ادارې د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې چې پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې پر هغو موخو هوايي بریدونه وکړل چې اسلام‌اباد یې د ترهګرو پټنځایونه او خوندي مرکزونه بولي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې له ۲۸ ډېر وسله‌وال وژل شوي دي، خو د طالبانو ادارې ویلي چې په بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په تېره موده کې د سرحدي نښتو او په پاکستان کې د بریدونو په اړه د متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي.

اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په ګډون وسله‌والو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق دار هم د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه جدي اندېښنه لري.

دار له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د خاورې د ترهګریزو بریدونو لپاره د کارېدو د مخنیوي په موخه «مشخص او د تصدیق وړ» اقدامات وکړي.