کابل ټریبیون (کېټي)— د طالبانو تر ادارې لاندې د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ، مسوولان وايي چې د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه
تېره شپه د کلفګان ولسوالۍ د ګزیستان په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د «هینو»
ډوله بار وړونکی موټر له سړک څخه منحرف او چپه شو.
مسوولان وايي، په پېښه کې اته کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور
نور ټپیان شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ په وینا، ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د
درملنې لپاره د تخار ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د پېښې د لامل او د موټر د سپرلیو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي
ورکړل شوي.