Search

د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د ملګرو ملتونو او ایرلنډ چارواکو خبرې

News image
1 تله 1405 - 09:47

کابل ټریبیون (کې‌ټي)— د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې رئیس خلیل الرحمن د ایرلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې هیلن مک‌اینټي سره په لیدنه کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کړي دي.

خلیل الرحمن په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې لیکلي چې له مک‌اینټي سره یې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت، د ملګرو ملتونو اصلاحات، د امنیت شورا اصلاح او د مصنوعي ځیرکتیا اړوند موضوعات څېړلي دي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره شوې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون محدودیتونه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو له مهمو اندېښنو څخه دي.

ملګري ملتونه وايي، افغان نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه منع دي او ښځې له کار، تګ راتګ، عامه ځایونو ته له لاسرسي او په عامه ژوند کې له ګډون سره د بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د رئیس او د ایرلنډ د بهرنیو چارو د وزیرې ترمنځ د لیدنې پر مهال د امنیت شورا د اصلاحاتو موضوع هم مطرح شوې ده.

دواړو لورو همداراز د مصنوعي ځیرکتیا پر فرصتونو او احتمالي خطرونو خبرې کړې دي.

دغه لیدنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.