کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان پولیسو ویلي چې د بلوچستان ایالت په کیچ سیمه کې یې ۵۸ افغان وګړي ایران ته د قاچاقي تګ پر مهال نیولي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د بلوچستان د پولیسو د چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل د قاچاقبرانو
په مرسته د پاکستان له لارې ایران ته واوړي.
چارواکو ویلي، نیول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره د پولیسو
اړوندو مرکزونو ته سپارل شوي دي.
د بلوچستان پولیسو ویلي چې په سرحدي سیمو کې د انساني قاچاق او
غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو اقدامات دوام لري.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په تېرو پنځو کلونو کې، په افغانستان
کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، نړیوالو بنسټونو په دغه هېواد کې د بېوزلۍ،
بېکارۍ او د اقتصادي فرصتونو د کمېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان
اقتصاد له ټیټ اقتصادي فعالیت، پراخې بېوزلۍ او لوړې بېکارۍ سره مخ دی.
په همدې موده کې میلیونونه افغانان ایران او پاکستان ته تللي دي. د
راپورونو له مخې، د دغو کسانو د پام وړ شمېر د کار موندلو او د خپلو کورنیو د
لګښتونو د برابرولو لپاره له هېواده وتلي دي.