Search

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» خوشې کړي

News image
5 وږی 1405 - 13:36 خالد حمیدزوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي یو ځل بیا نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې «ناسم مدیریت» طالبانو ته زمینه برابره کړه چې له بګرام زندان څخه زرګونه «ترهګر» خوشې کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ وژل شویو امریکايي سرتېرو د کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړې دي.

د امریکا ولسمشر د بایډن د ادارې له خوا د ځواکونو د وتلو بهیر «ناورین‌بار» بللی او ویلي یې دي چې دغه بهیر د ده په وینا، امریکايي ځواکونه بې‌دفاع کړل او طالبانو ته یې د خطرناکو بندیانو د خوشې کولو فرصت برابر کړ.

ټرمپ ادعا کړې چې په بګرام کې له زندانه خوشې شویو بندیانو کې زرګونه «ترهګر او خون‌خواره مجرمین» شامل وو.

هغه همداراز ویلي چې د کابل هوايي ډګر برید د بایډن او د ډیموکراتانو د «مطلقې بې‌کفایتۍ» پایله وه.

ټرمپ د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپلو لیدنو ته په اشاره ویلي چې د ده په وینا، د ډیموکرات ګوند دغو کورنیو ته کافي پاملرنه نه ده کړې. نوموړي زیاته کړې چې د سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته یې خپله ژمنه عملي کړې او د برید اصلي طراح یې نیولی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون له ۱۶۰ ډېر افغانان ووژل شول. د داعش خراسان څانګې د دغه برید مسوولیت ومانه.

هغه مهال زرګونه افغانان او بهرني وګړي هڅه کوله چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا په مشرۍ د بېړنۍ تخلیې له لارې له افغانستان څخه ووځي.

بګرام هوايي اډه، چې د کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا د پوځي او استخباراتي عملیاتو مهم مرکز و، د کابل له سقوط څو اوونۍ مخکې د امریکايي ځواکونو له خوا پرېښودل شوه.

د طالبانو له خوا د بګرام له نیولو وروسته د زندان دروازې پرانیستل شوې او ګڼ شمېر بندیان خوشې شول. د دغو بندیانو په اړه د طالبانو، القاعده او داعش د غړیتوب ادعاوې شوې وې.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر لا هم د امریکا په سیاسي بحثونو کې د اختلاف یوه مهمه موضوع ده. د دې بهیر منتقدان وايي چې وتل بېړني او له کافي امنیتي پلان پرته ترسره شول، خو پلویان یې وايي چې د ۲۰ کلنې جګړې پای ته رسول اړین وو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام به د لا زیاتو مالي او انساني تلفاتو سبب شوی وای.