کابلټربیون (کېټي)-- د امریکا د استازو جرګې لومړنۍ افغانالاصله ښځینه غړې، عایشه وهاب وايي چې متحده ایالتونه باید له افغانستان سره، پرته له دې چې په دغه هېواد کې څوک واکمن وي، خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي.
آغلې وهاب هیله څرګنده کړه چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د رسمي اړیکو رامنځته کېدل به واشنګټن ته زمینه برابره کړي چې طالبان د بشري حقونو رعایت او د افغان ښځو د وضعیت ښه کولو ته وهڅوي.
هغې د دوشنبې په ورځ له «ډیموکراسي ناو» رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې امریکا باید له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.
آغلې وویل: «متحده ایالات باید د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي؛ یعنې، پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، باید له ډیپلوماسۍ سره ژمن پاتې شو او له دغه هېواد سره اړیکې ولرو.»
نوموړې د افغانستان اوسنی وضعیت «ناهیلې کوونکی» وباله او د ښځو او ماشومانو د زدهکړو او عادي ژوند له حقونو څخه محرومیت ته یې اشاره وکړه. هغې خبرداری ورکړ چې د دغه وضعیت دوام ښايي په راتلونکي کې د افغانستان لپاره «ناورینبار» پایلې ولري.
آغلې وهاب د افغانستان د کانونو او طبیعي زېرمو په اړه هم وویل چې متحده ایالات باید له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو، شراکتونو او قراردادونو لپاره کار وکړي.
هغې وویل: «متحده ایالات باید لږ تر لږه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د شراکت او قراردادونو لپاره همکاري وکړي. افغانستان نورو متحدانو ته هم اړتیا لري او موږ تر اوسه له دې ظرفیت څخه په رښتینې توګه ګټه نه ده اخیستې.»
د طالبانو پر مخالفانو نیوکه
مېرمن وهاب د طالبانو پر مخالفو ډلو هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې د جګړهمارو بېلابېلې ډلې د واک ترلاسه کولو هڅه کوي.
هغې وویل: «د جګړهمارو بېلابېلې ډلې هم شته چې د واک غوښتونکي دي. زما په اند، د دغو ډلو ډېری هم ناکامې او ګمراه دي؛ ځکه د هېواد د ګټو پر ځای د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.»
هغې پرته له دې چې د کوم ځانګړي کس یا ډلې نوم واخلي، وویل چې هغه ډلې چې په تېرو وختونو کې د امریکا له ملاتړ څخه برخمنې وې، د افغانستان په خراب وضعیت کې هم ونډه لرله.
وهاب وویل: «حتی په هغه دوره کې چې متحده ایالاتو د هغوی ملاتړ کاوه، موږ ولیدل چې دغو جګړهمارو ډلو په عملي توګه هېواد د تباهۍ پر لور یووړ او په افغانستان کې یې پر تېري او لوټمارۍ لاس پورې کړ.»
د وهاب په باور، د افغانستان ستونزې یوازې طالبانو پورې محدودې نه دي او د هېواد د اوسني وضعیت د ارزونې پر مهال باید نور سیاسي او ټولنیز عوامل هم په پام کې ونیول شي.
د عایشه وهاب په اړه
عایشه وهاب د کالیفورنیا ایالت قانونجوړه ده. نوموړې د امریکا د کانګرس د ۱۴مې انتخاباتي حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه او د امریکا د استازو جرګې ته د افغانالاصله ښځو د لومړنۍ استازې په توګه لار ومونده.
وهاب ۳۹ کلنه ده او په نیویارک کې زېږېدلې ده. د هغې مور او پلار افغان کډوال دي.