کابل ټریبیون-- د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ له طالبانو غوښتي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ شپږ نیول شوي کارکوونکي سمدستياو بېقیدوشرطه خوشې کړي.
آغلې یوسفزۍ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې «د ښځو او ماشومانو دفاع جرم نه دی.»
هغې ویلي، څو اوونۍ وړاندې د طالبانو ځواکونو په کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ پر دفتر برید کړی او د دغه بنسټ شپږ کارکوونکي یې نیولي دي.
د یوسفزۍ په وینا، د دغو کارکوونکو فعالیتونه د ګواښ په توګه نه شي ګڼل کېدای، بلکې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره «یوه حیاتي مرستندویه وسیله» ده.
هغې ویلي چې له بښنې نړیوال سازمان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي او نورو بنسټونو سره یوځای د دغو شپږو کسانو د سمدستي، خوندي او بېقیدوشرط خوشې کېدو غوښتنه کوي.
یوسفزۍ د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ښځو او ماشومانو د حقونو دفاع باید جرم ونه ګڼل شي.
د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو، حقوقي څېړنو، عامه پوهاوي او عدالت ته د لاسرسي په برخو کې فعالیت کوي.
د دغه بنسټ د شپږو کارکوونکو نیول کېدل داسې مهال دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د مدني ټولنې، رسنیو او د ښځو د حقونو د فعالانو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي دي.