Search

زرغون بهیر د سالنګ په دروازه کې د طالبانو د تېلو پر ټانکرونو برید کړی

News image
18 زمری 1405 - 12:03 حمیم حلیم

د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ادعا کړې چې د دغه بهیر اړوندو کسانو د شنبې په ماښام د سالنګ د درې په ورودي دروازه کې د طالبانو پر تېلو ټانکرونو د راکټونو او کلاشینکوفونو برید کړی دی.

زرغون بهیر تېره ورځ شنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په برید کې د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه لري.

دغه بهیر همداراز ګواښ کړی چې د سالنګ لاره به د طالبانو پر مخ وتړي.

طالبانو تر اوسه د زرغون بهیر د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.