Search

نورستان کې د کان کیندنې پر مهال چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي کړی

News image
18 زمری 1405 - 11:21 حمیم حلیم

د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ اړوند د پچیګرام په سیمه کې د کان کیندنې پر مهال د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د نورستان امنیه قوماندانۍ ویاند محمدحسن ثاقب د شنبې په ورځ ویلي، پېښه د کان کیندنې پر مهال رامنځته شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې وژل شوی کس غلام محمد، د حبیب خان زوی، د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شامصیر کلي اوسېدونکی و.

د پېښې د څرنګوالي او د چاودنې د لامل په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې د کانونو د غیرمعیاري او غیرمسلکي کیندنې پر مهال کله ناکله د چاودنو او نورو پېښو له امله د کارګرو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکول کېږي. د کان‌کېندنې پر مهال د خوندیتوب تدابیرو نه مراعتول د ورته پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.