په غزني ښار کې د یوه زاړه ناچاوده توکي د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې
ویلي، پېښه پرون شنبه مازیګر د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوغي کلي کې
هغه مهال رامنځته شوه چې پنځه ماشومان له یوه زاړه ناچاوده توکي سره لوبې کولې.
د سرچینې په وینا، په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان
شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته پر وخت رسېدلي،
ټپیان یې د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي او د وژل شویو ماشومانو جسدونه یې خپلو
کورنیو ته سپارلي دي.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د پېښې لامل له ناچاوده توکي سره بېاحتیاطي
ښودل شوې ده.
په ورته مهال، د قرهباغ ولسوالۍ د میر حسن کلي کې هم پر یوې ۱۲ کلنې
نجلۍ یوه ناچاوده مرمۍ چاودلې او هغه یې ټپي کړې ده.
د سرچینې په وینا، د نوموړې نجلۍ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.