Search

افغان ایواک: د ټرمپ د تګلارو له امله سلګونه زره افغانان امریکا ته له بیا مېشتېدو پاتې دي

News image
16 زمری 1405 - 10:03

د افغان‌ایواک په نوم د امریکا په سان ډیاګو ښار کې مېشتې غیرانتفاعي ادارې په یوه نوي راپور کې ویلي چې که د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر او ویزې محدودیتونه نه وای، سلګونه زره افغانان ښايي په امریکا کې د بیا مېشتېدو وړ وای.

دغه راپور د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، خپور شوی او په کې د امریکا د حکومت هغه معلومات ارزول شوي چې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له ادارې څخه تر اوسني حکومت پورې د افغانانو د بیا مېشتېدو هڅې تعقیبوي. په راپور کې د ځانګړې کډوالۍ ویزې یا «اېس‌آی‌وي» پروګرام ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د راپور له مخې، هغه افغانان چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکا او متحدو ځواکونو ترڅنګ کار کړی، د بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې د خوندیتوب ژمنه ورسره شوې وه. د ځانګړې کډوالۍ ویزې پروګرام د افغانانو لپاره د بیا مېشتېدو تر ټولو پخوانۍ او په پراخه کچه مستنده لاره بلل شوې ده.

د افغان‌ایواک مشر او شریک بنسټګر شان وان ډایور ویلي چې دغه راپور د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د دواړو حکومتونو تګلارې ارزوي، خو په وینا یې، تر ټولو مهم بدلونونه د ټرمپ د دویمې دورې په ترڅ کې رامنځته شوي دي.

راپور وايي، ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو په لومړۍ ورځ امریکا ته د کډوالو د بیا مېشتېدو بهیر وځنډاوه او وروسته یې د افغان پاسپورټ لرونکو پر سفر هم بندیز ولګاوه.

د راپور له مخې، تر ۱۷۵ زرو ډېر افغانان د ځانګړې کډوالۍ ویزو لپاره د ماموریت د مشر تایید ترلاسه کړی دی؛ یعنې د دوی د شالید ارزونه او اسناد بشپړ شوي او یوازې د ویزې مرکې ته اړتیا لري.

وان ډایور ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا هم د ویزو مرکې تنظیموي، خو غوښتونکو ته د سفر بندیز له امله ویزې نه ورکول کېږي.

نوموړي ویلي: «هر هغه کس چې مرکه ورسره کېږي، د سفر بندیز له امله ردېږي.»

وان ډایور زیاته کړې چې د افغانانو د ملاتړ ادارې اوس وړ افغانانو ته سپارښتنه کوي چې د امریکا د پالیسۍ تر بدلېدو پورې خپلې مرکې وځنډوي.

راپور همداراز وايي، د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شوې نږدې شپږ زره ځانګړې کډوالۍ ویزې لا هم ځنډول شوې دي او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د افغان پاسپورټ لرونکو لپاره هېڅ ځانګړې کډوالۍ ویزه نه ده صادره شوې.

وان ډایور ویلي: «صفر، نه څو ویزې؛ صفر. ولسمشر ټرمپ په امریکا کې د افغانانو راتګ په بشپړه توګه درولی دی.»

د راپور له مخې، شاوخوا ۱۳۲ زره نور افغانان د ځانګړې کډوالۍ ویزو غوښتنلیکونه لري چې لا هم د ماموریت د مشر تایید ته په تمه دي.

د ځانګړې کډوالۍ ویزې له پروګرام پرته، په راپور کې اټکل شوی چې شاوخوا ۵۹ زره کډوال غوښتونکي لا هم په افغانستان کې دي. سربېره پر دې، د امریکا د اتباعو او قانوني دایمي اوسېدونکو له نهو زرو ډېر د کورنۍ غړي هم د کډوالۍ د پروسس بشپړېدو ته په تمه دي.

راپور لس وړاندیزونه هم وړاندې کوي چې په کې د نږدې شپږ زره تصویب شویو ځانګړو کډوالۍ ویزو صادرول، د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرام بېرته پرانیستل او په امریکا کې د مېشتو نږدې ۱۲ زره افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت «ټي‌پي‌اېس» بېرته فعالول شامل دي.

راپور زیاتوي چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت د بېرته فعالولو په موخه دوه‌ګوندي قانون تېره میاشت د امریکا د استازو جرګې ته وړاندې شوی و او ورته طرحه د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، د امریکا سنا ته هم وړاندې شوه.