په هرات کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي اسلامجار په افغانستان کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د ورکړې پر اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، په یوه
خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د
سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د ترانسپورټي ستونزو پر حل هم بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، اسلامجار د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو
په ورکړه کې د اسانتیا، د اسلامکلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو د
زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلامکلا په سرحدي مسیر کې د ترانسپورټي ستونزو او
ننګونو د هواري غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د ایران د مرستیال سفیر له قوله ویل شوي چې نوموړي د
ویزو د ورکړې د اسانتیا او د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتوالي لپاره د لا ډېرو
همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
مرتضوي ډاډ ورکړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ
په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
اسلامکلا ـ دوغارون د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو او
ترانزیټي لارو څخه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په لېږد کې مهم
رول لري.