Search

ملګري ملتونه: په هرات کې د جبرئیل پراختیايي پروګرام د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا سبب شوی دی

News image
13 زمری 1405 - 12:18

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP)  وايي، په هرات کې د جبرئیل سیمې د پراختیايي پروګرامونو له لارې د سیمه‌ییزو کاروبارونو د بیا فعالېدو، راستنېدونکو او ښځو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د پورونو، مرستو، مسلکي زده‌کړو او بازارونو د جوړولو له لارې د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا هڅې روانې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، دغه پروګرامونه د «ابدي» پروګرام په چوکاټ کې، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د «وې لېډ» پروژې له لارې عملي کېږي. د دې پروګرام په مرسته کوچني کاروبارونه، سیمه‌ییز ورکشاپونه، بازارونه او زیان‌منې کورنۍ له یو بل سره نښلول شوي، چې د ملګرو ملتونو په وینا، په سیمه کې د یوه مخ پر پراخېدو اقتصادي شبکې د رامنځته کېدو زمینه یې برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په هرات کې ۱۸ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ته د ګنډلو ځانګړي وسایل ورکړي، چې پنځه یې په جبرئیل کې دي. د دغو ورکشاپونو له ډلې یوه یې اوس ۲۵ کسان په دندو ګمارلي چې ۱۰ یې له ایران څخه تازه راستانه شوي او اووه یې ښځې دي.

دغه پروګرام په هرات ولایت کې له ۱،۳۰۰ ډېرو زیان‌منو کاروباریانو ته بې‌سوده پورونه هم ورکړي چې شاوخوا ۲۵ یې په جبرئیل کې دي. د دغو پورونو یوه ترلاسه کوونکي، بختاور انصاري، د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت پور، چې نږدې ۱،۵۱۲ ډالرو سره برابر دی، د جامو دوکان پرانیستی دی. نوموړې تر دې مخکې له کوره کار کاوه او عاید یې ثابت نه و.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د کاروبارونو د پراختیا لپاره یې د برابرې ونډې په ډول مالي مرستې هم ورکړې دي. په هرات کې ټولې ۱۶ داسې مرستې وېشل شوې چې پنځه یې په جبرئیل کې دي.

د دغو مرستو یوه ترلاسه کوونکې، کامیله میرزايي، ۱۰ زره ډالره مرسته ترلاسه کړې او د هغې په وسیله یې ماشینونه او خام مواد اخیستي دي. د هغې د کارکوونکو شمېر له ۱۶ څخه ۲۵ کسانو ته لوړ شوی چې ډېری یې ښځې دي.

د دې پروژو د جوړولو پر مهال زیان‌منو کورنیو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ورکړل شوې، چې د ملګرو ملتونو په وینا، د سیمې له خلکو سره یې د اضافي عاید په برابرولو کې مرسته کړې ده.

دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې د ګوهرشاد د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکز کې د ۲۴.۷۵ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب کړی او ۱۰ لپ‌ټاپونه یې هم ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دغو اسانتیاوو ۴،۶۲۵ زده‌کوونکو ته، چې ۲۰۷ یې له راستنېدونکو کورنیو څخه دي، د برېښنا د پرله‌پسې ستونزو سربېره د خپلو مسلکي زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړې ده.

جبرئیل د هرات ښار له هغو سیمو څخه دی چې ګڼې کورنۍ پکې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په وروستیو کلونو کې د راستنېدونکو افغانانو د مېشتېدو له امله د کار او خدماتو اړتیا هم پکې زیاته شوې ده.