د اېاېفپي د راپور له مخې، د پاکستان په شمالي سوات ولسوالۍ کې د مدني ټولنې د اعتراض پر مهال یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو مرکز ته څېرمه پر ګڼې ګوڼې برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. پولیس وايي، په وژل شویو کې اته پولیس هم شامل دي.
د سوات د پولیسو مرستیال عمومي مشر فدا حسین اېاېفپي ته ویلي، بریدګر هڅه کړې وه چې د یوه مصروف څلورلارې په سیمه کې د پولیسو مرکز ته ننوځي، خو د دروازې په اصلي برخه کې پولیسو درولی دی.
حسین ویلي، په برید کې ۲۲ کسان ټپیان شوي او یو بل جسد چې د بریدګر ګومان پرې کېږي، روغتون ته انتقال شوی دی.
برید د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوی؛ هغه سیمه چې چارواکي پکې له تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي سره د مبارزې ادعا کوي. تر اوسه کومې ډلې د سوات د برید مسوولیت نه دی منلی.
د اېاېفپي د یو بل د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ په یوه بله پېښه کې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوه لاسي جوړ شوي بم په چاودنه کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.
د پېښور د پولیسو مشر ویلي، ټيټيپي د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د روان کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې ۸۱۹ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي.
خیبر پښتونخوا د پاکستان له هغو سیمو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو بریدونو د زیاتوالي له امله له امنیتي ننګونو سره مخ ده. پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي یوه برخه له افغانستان څخه د وسلهوالو د فعالیتونو له امله رامنځته کېږي.